ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود د درست هیواد له زرګونو عالمانو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې له استاد او معلم څخه مننه او قدرونه، د استاد او معلم اهمیّت ته د عمومی افکارو د توجه اړولو لپاره دی وفرمائيل؛ د استاذانو د ټولنې بیلګه او غوره شخصیّتونه باید د اتل په توګه معرفي شي.
د خبر لمبر: 3489148 خپرونې تاریخ : 2024/05/02
ایکنا - انسان له سره رانیولې تر پښو پورې ټول ضرورت دی. ددغو مشکلاتو ختمیدا او ددغو اړتیاؤ تامینیدا باید له چا وغواړو؟،له خداوندمتعاله چې هغه د مونږ جاجتونه پوره کوي.. و اسئلوا اللَه من فضله ان اللَه کان بکلّ شیءٍ علیما.» ؛خداي پوهیږي، چې تاسو څه غواړئ، نو له خدایه وغواړئ.:: په یوه بل ځاي کې فرمائي؛ خدای پوهیږي تاسو څه غواړئ او څه ضرورت لرئ او له هغه څه غوښتنه لري او سوال ورته کوئ.:
د خبر لمبر: 3489137 خپرونې تاریخ : 2024/04/30
ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر او له امام خامنه یي څخه مخکې د اسلامي جمهوریت رهبر ښودلې چې اسلامي فقه او سیاسي فلسفه د زمان او مکان له مخې، د ټولنې د مدیریت لپاره د نویو پلانونو وړتیا لري.
د خبر لمبر: 3489068 خپرونې تاریخ : 2024/04/18
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر لمونځ نن په درست هیواد په یووخت ، د تهران د امام خمیني په سترې عیدګاه یا مصلی کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت سره اقامه شو.
د خبر لمبر: 3489033 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د سرخودي رژيم حملې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،په نړیوال عرف کې د هر هیواد په سفارت او کنسولګرۍ حمله د هغه هیواد په خاورې حمله حسابیږي او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم باید ددغه جنایت لپاره ورټل شي او حتما به تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3489031 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل؛د صهیونیسټ رژيم د وحشیتوب او جنایتونو په وړاندې چې د امریکا او لویدیځ په بشپړملاتړ سره ترسره کیږي، د غزې د ولس تاریخي صبر،یوه داسې لویه ښکارنده ده چې حقیقتا اسلام ته عزت بخښلی او د فلسطین موضوع ئې د دښمن له غوښتې سره سره د نړۍ په لومړنۍ موضوع بدله کړې ده.
د خبر لمبر: 3488948 خپرونې تاریخ : 2024/03/27
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خلکو له مختلفو پرګنو سره د نورو د نیکمرغه اختر په مناسبت په لیدنې کې په اقتصادي ډګر کې د ملت د نوښتونو، پانګو او دهمتونو د غونډولو او واریدیدا لپاره د مسئولانو هڅې او پلانونې د ۱۴۰۳لمریز کال د د ډير مهم شعار دپ،ره کیدا لازمه وبلله او ټينګار ئې وکړ، دښمن په هیواد کې د پرمختګ دعواملو، ظرفیّتونو او زمینو په انکار کولو سره د ملت په زړه کې د امید رڼا په نښه کړې ده،خو ولس او په تیره بیا ځوانان په بې ځنډه هڅو سره او له اختلافاتو په ډډه کولو سره ، راتلونکی روښانه افق تعقیبوي.
د خبر لمبر: 3488917 خپرونې تاریخ : 2024/03/21
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود حضریت الله العظمی سیدعلي خامنه اي د څوارلس سوه دریم (۱۴۰۳) هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت یوه پیغام کښې د ایران ملت په تیره بیا د ایثارګرانو کورنیو او هغو ټولو ملتونو ته چې نوروز اختر لمانځي د نوروز اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې نوی کال « جهش تولید با مشارکت مردم» یعني د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې کال ونوموه.
د خبر لمبر: 3488915 خپرونې تاریخ : 2024/03/20
ایکنا- د KHAMENEI.IR رسانئ کارؤنکو، سږکال په مرداد میاشتې کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو له قوماندانانو سره په کتنې کې دحضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي جمله ؛له تند او تیزو څپوڅخه تیریدا او د څوکو فتح کیدا ته نزدیکیدا ؛ جمله په ۱۴۰۲لمریز کال کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د ترټولو مهمې جملې په توګه وټاکله.
د خبر لمبر: 3488912 خپرونې تاریخ : 2024/03/20
ایکنا- آل عمران سوره او د فتح سورې ۲۹ آیت د پرله پسې دوهم کال لپاره ترټولو زیاته تکراریدونکي سوره او آیت غوره شو.
د خبر لمبر: 3488910 خپرونې تاریخ : 2024/03/20
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل قرآن یو الهي او خداي هنر دی او د قرآن د قاری ترټولو مهمه دنده،په مختلفو موضوعګانو کې د آوریدونکو ذهن ته د قرآن د معنا اود قرآني انځورجوړونې منتقلول دي، پردې اساس د قرآن قاریان د الهي رسالتونو د مبلغانو مصداق دي او ځان هم باید د الهی رسالتونو د یوه مبلغ له شرائطو سره برابر کړي.
د خبر لمبر: 3488870 خپرونې تاریخ : 2024/03/13
ایکنا- د نساء سورې ۷۴آیت دا پیغام لری چې د باطل جبهه به دحق دجبهې له خوا له دوامدارې مبارزې سره له شاتګ پرته بله چاره ونه لري او دتاریخ په اوږدو کې همدغه دایمي مبارزه ده چې د حق د جبهې یاران زیاتیږی او د الهی آزموئنو د پراختیا سبب شوي.
د خبر لمبر: 3488854 خپرونې تاریخ : 2024/03/10
د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم رهبر د جمعې په ورځ په ټاکنو کې د خلګو د ګډون په قدرونې سره وویل: په ټاکنو کې د ایران د ولس حضور یوه تمدني او ټولنیزه دنده او یو ډول جهاد وو.
د خبر لمبر: 3488832 خپرونې تاریخ : 2024/03/06
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود له اسلامی انقلاب وروسته ځوان نسل له پخوانيو ځوانانو څخه ډېر د څېړنې، استدلال، منطق او ريښتینولۍ اهل وباله او زیاته یې کړه: ګران ځوانان دې پوه شي چې د رایو واقعي صندوق او په ټاکنو کې انګېزه لرونکی او هیله لرونکی حضور، آسانه نه دی لاسته راغلی او له طاغوت، ظلم او فساد سره د ملت د اوږدې مودې سرښندنو او فداکاریو پایله ده.
د خبر لمبر: 3488804 خپرونې تاریخ : 2024/02/28
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په اسلام او د خلکو په جمهوریت باندې اعتماد د ایران د تل پاتیکیدا او د پرمختګ عامل وباله.
د خبر لمبر: 3488778 خپرونې تاریخ : 2024/02/24
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د پنځه څلویښتمې کلیزې په مناسبت یو شمیر نیجریه ي ځوانانو ټينګار کړی دی،د ایران د اسلامی انقلاب درسونه، د نیجریه پشمول د افریقا د ولس لپاره دیوه خپلواکه او حقیقي آزادي لرونکي هیواد د درلودلو په موخې سره درس دی.
د خبر لمبر: 3488687 خپرونې تاریخ : 2024/02/07
ایکنا- د غنا یا ګانا هیواد د مسلمانانو د ترټولو لوي تنظیم مشر ووئيل،حضرت امام خمینی دایران د اسلامی انقلاب په رهبرۍ سره په نړۍ کې د یوۀ ډیموکراټيک سیاسی نظام سسټماټيک کړ.
د خبر لمبر: 3488682 خپرونې تاریخ : 2024/02/06
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د کب د میاشتې په یولسمه نیټه په انتخاباتو کې د خلکو ولولناک او پرتمین شتون د ملی امنیت او اقتدار تضمینونکی وبالۀ او ټينګار ئې وکړ،په الهي فضل سره به ولس د سلواغې د میاشتې په ۲۲نیټه د یوم الله په عمومي لاریون کې ولولناک او پراخ ګډون وکړي او د اسلامی انقلاب په دفاع سره به له حضرت امام خمیني سره خپله وفاداري لا جوته کړي.
د خبر لمبر: 3488679 خپرونې تاریخ : 2024/02/05
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د شهید بهشتي ،شهید رجائي ،شهید باهنر او د تیر میاشتې داومې د شهیدانو ، په قبرونو او دغه راز د نورو شهیدانو پر هدیرې کې په شتون سره د خداوندمتعال په درګاه کې دهغوی د درجاتو دلوړتیا دعا وکړه.
د خبر لمبر: 3488656 خپرونې تاریخ : 2024/02/01
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.
د خبر لمبر: 3488613 خپرونې تاریخ : 2024/01/23